IQNA

په سویډ کې د قرآن سپکاوی  بیا تکرار شو(فیلم)

8:18 - April 28, 2024
د خبر لمبر: 3489119
ایکنا -  د سویډ یوې ښاریزې  چې  ځان ئې د ؛صلیب میرمن؛ معرفي کړی، دتیرې جمعې په ورځې  په سټاکهم کې  په لاس کې دیوه صلیب د نښې په اوچتولو سره د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچوو.

ایکنانیوز د سویډ داطلاعاتو د  مرکز له قوله راپور  راکړ، دغې سویډئ ښځې چې  د جید سنډبرک کلیسا کشیشه یا پادري هم ده، په یوه سپک او بې شرمه اقدام کې  ئې د سټاکهم   شارهولمن سیمې کې چې مخکې هم په دغې سیمې کې د قرآن کریم سپکاوي شوی ؤ ،د قرآڼ کریم یوې نسخې ته اور واچوو. او هغه هم د پولیسو او نندارچیانو د سترګو په وړاندې. 

په دغه سپک اقدام پسې ، د سټاکهم په لسګونو اوسیدونکي  په دغه سپیر اوافراطي اقدام باندې په اعتراض کې په هغې سیمې کې غونډ شول  د توکمپالنې او د قرآڼ  دسپکای کونکو دملاتړ  په ضد ئې شعارونه ورکړل.

د سویډن دغې ښاریزې  د قرآن کریم د نسخې د سوځولو په وخت وئیل،  زه د  سویډ اسلامی کیدا وینم او  له ډيرو کلونو راهسې ئې وینم ،تاسو وینئ چې څرنګه  اسلام پال  په ټولو جبهو کې خواره واره  دي .  له امنیتی ساتونکو رانیولې، د ټرانسپورټي کارګرانو رانیولې ،له صفائي کونکو رانیولي تر سیاسی سویو پورې  اسلامپالو په سویډ کې  نفوذ کړی دی او دغه نفوذ نوره هم په زیاتیدا دی.

 هغه وائي،  لکه څنه چې زه په عیسی مسیح ایمان لرم  او مسیحیّت  او مقدس کتاب (انجیل)  خپل لارښود ګڼم، باؤری یم  چې  مقدس کتاب او مسیحیّت  باید په سویډ کې  په شمالي  او اروپائي هیوادونو کې اجرا شي، اسلام ، دهغه جوماتونه او ټول هغه کسان چې  له دغه دین سره اړونده دي ، په سویډ کې هیڅ ځائيګی نه لري.

دجمعې په ورځې د قرآن پاک  له سپکاوي  مخکې  په شارهولمن سیمې کې د یوې ښونځي  مدیر  د زده کونکو والیانو  ومور پلار ته په یوه لیک کې له هغوي غوښتی وو،  چې خپل بچیان دې له مظاهرو او اعتراضونو لیرې وساتي .  همداراز  له کوره په بهر کې د زده کونکو شتون هم ممنوع  شو او  ددغو مظاهرو په نزدې کې کې د کارکونکو او ماشومانو د شتون د مخنیوي لپاره ټول فعالیتونه لغوه شول .

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4212494

captcha